مسافرين: طالبانو د ارزګان- کندهار ترمنځ لويه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې

د ارزګان- کندهار ترمنځ لويه لاره

د ارزګان- کندهار ترمنځ د لويې لار مسافر او موټر چلونکي وايي، وسله‌والو طالبانو یاده لویه لاره د نن سهار راهیسې د هر ډول موټرو پر مخ تړلې او چا ته اجازه نه ورکوي چې تګ راتګ پرې وکړي.

دوی وايي، د یادې لارې تړل کېدو له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي او د خلاصون غوښته يې کوي.

د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین هم مني چې وسله‌والو طالبانو یاده لاره د ترافیکو پرمخ تړلې خو وايي، د کندهار په مربوطاتو کې یې تړلې ده.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت یې په اړه بشپړ راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور