د امریکا کانګرس افغانانو ته د ویزې ورکولو د طرحې ملاتړ وکړ

آرشیف، د امریکا د کانګرس ودانۍ

جمهوریت غوښتونکو او ډموکراټ سناتورانو د هغې لایحې ملاتړ وکړ چې له مخې یې په زرګونو افغانان د امریکا د متحدایالتونو ویزه ترلاسه کوي.

د دې لایحې له مخې به د مهاجرت څلور زره ځانګړې ویزې د سېپټمبر تر ۳۰مې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د جګړې پرمهال له امریکایانو سره کار کړی او اوس یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، ورکړل شي.

په‌دې لایحه کې د هغې پخوانۍ مسودې د دلایلو د معلومولو غوښتنه هم شوې ده چې په‌کې افغانانو ته د مهاجرت د ځانګړیو ویزو له ورکولو ډډه شوې ده.

د امریکا «اېن.پي.ار» راډیو نژدې دوه اوونۍ مخکې خبر ورکړی و چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو افغانانو چې له امریکایانو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی، شپیته په سلو کې ویزې ګرځولي دي.

تېر کال امریکا یوز شپږ سوه پنځوس ویزې افغانانو ته ورکړې، وړم کال دغه شمېره تر څلور زرو لوړه وه.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر په یوه لیک کې ډیموکراټ سناتور جېن شاهین ته د دې ویزو د ورکړې د پروګرام ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې دا ډول ویزې د افغانستان د ماموریت د بریالیتوب لپاره ضروري دي.