په روژه کې د غزني په زیارتونو د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي

د غزني یو زیارت

غزني چې له تاریخي ابداتو ډک او د ولیانو ښار بلل کېږي، نو له دې امله د دغه ولایت ترڅنګ له هېواد او د ډیورنډ کرښې هغه غاړې سیمو څخه ډېری کسان د دغه ولیانو زیارتونو ته راځي.

په‌دغه کسانو کې ښځې او ماشومان هم وي چې زیاته برخه یې په روژه کې وي.

دوی دغه زیارتونو ته ‎د دعا کولو، دعا غوښتلو او مراد راوړلو په هدف راځي، ناروغان او په تاریخي لحاظ د دغه زیارتونو لیدونکي هم په‌کې شامل وي.

په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر یې په اړه راپور راکوي چې د لاندې لینک کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

غزني رآپور