په بغلان کې امنيتي چارواکي وايي، په پلخمري کې تېره شپه د عملياتو له کبله ١٥ وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند ډګروال غلام حضرت کريمي ازادي راډيو ته وويل، دغه عمليات په خلوزايي سيمه کې شوې دي:
"د بغلان په خلوزايي سيمه کې زموږ کومانډو ځواک عمليات کړي، چې په نتيجه کې يې د دښمن ١٥ کسان مړه يا هم ټپيان شوي دي. يوه اندازه وسلې او مهمات يې هم تخريب شوي دي."
ډګروال کريمي زياته کړه، د قاطع ملاتړ ماموريت د دغو عملياتو ملاتړ کاوه.