خامنه‌اي په سيمه کې د شخړې د چانسونو راپورونه کم اهميته وګڼل

د ايران رهبر په سيمه کې د شخړې د چانسونو راپورونه کم اهميته وګڼل.

د ايراني رسنيو د راپورونو په حواله، ايت الله علي خامنه‌اي پرون ويلي، تهران د کړکېچ له زياتېدو سره- سره له امريکا سره جګړه نه غواړي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز تازه راپور «جعلي خبر» وباله او رد يې کړ.

په راپور کې ويل شوي وو، سپینه ماڼۍ پر داسې پلانونو غور کوي چې پر امريکايي سرتېرو د ايران د حملې او يا هم د اټمي وسلو د جوړولو د چټکتيا د احتمال له کبله تر يو لک او شلو زرو پورې امریکايي سرتېري په منځني ختیځ کې ګماري.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د دې راپور په اړه خبریالانو ته وویل:

"زه فکر کوم دا جعلي خبر دی، سمه ده؟ اوس، ایا زه به دا وکړم، حتماً! خو اوس موږ د دې لپاره پلان نه لرو. هیله مې ده چې دغه حد ته به نه رسیږو چې داسې څه پلان کړو. خو که چیرې موږ دا کار کوو، موږ به تر دې بیخي ډیر سرتیري واستوو. خو زه فکر کوم چې دا یو جعلي خبر دی. "

د دوشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د حکومت د ځينو چارواکو په حواله چې نومونه يې نه وو اخيستل شوي، راپور ورکړى و چې د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شاناهان تیره اونۍ د ټرمپ د لوړو پوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې په دې اړه پلانونه وړاندې کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې پلانونو کې د ایران د ځمکني اشغال غوښتنه نه ده شوې.