د فلوريدا والي: روسي هک‌کرانو انتخاباتي ډيټابېس کې نفوذ کړی وو

د فلوريدا ايالت والي ران دي سانټيس

د فلوريدا ايالت والي وايي، روسي هک‌کران توانېدلي وو، د ٢٠١٦ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو په درشل کې د دغه ايالات په دوو جنوبي ولسواليو کې د رأيه ورکوونکو د معلوماتو په مرکز يا ډيټابېس کې نفوذ وکړي.

ران دي سانټيس پرون وويل، هککرانو په معلوماتو کې لاسوهنه نه‌ده کړې نه هم د انتخاباتو په پايلو کې کوم جوړجاړى شوى دى.

د ٢٠١٦میلادي کال په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي څارنوال رابرت مولر راپور وايي، هککران توانېدلي وو د فلورېډا لږ تر لږه د يوې ولسوالۍ شبکې ته لاسرسى پيدا کړى دى.

د فلوريدا والي پرون په دغه ايالت کې يوه کنفرانس ته وويل:

"په وروستيو کې مې د امريکا د تحقيقاتو له فډرال ادارې يا «FBI» سره د انتخاباتو پر مسئله چې د مولر په راپور کې يې يادونه شوې، خبرې وکړې."

ده زياته کړه، هک‌کران هغه وخت په نفوذ کولو بريالي شول چې يوه مامور په ايميل کې لېږل شوى يو لينک کليک کړ.