بغلان: د طالبانو يو قوماندان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى

د بغلان نقشه

د بغلان ولايت چارواکي وايي، د وسله‌والو طالبانو يو قوماندان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت نن رسنيو ته وويل چې د ابوبکر په نوم دغه طالب قوماندان تېره شپه د ډنډ شهاب الدين ولسوالۍ په خلازي سيمه کې ووژل شو.

بشارت وايي، د طالبانو دغه قوماندان د دولت پرضد په څو حملو کې لاس درلود.

بل‌خوا د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په خروار ولسوالۍ کې يو وسله‌وال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

شاهپور احمدزي رسنيو ته وويل، دغه پېښه پرون په خواجه انګور کلي کې شوې ده.