په یمن کې حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د تیلو پر تأسیساتو د بې پیلوټه الوتکو د برید مسؤلیت منلی دی.
د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام د سې شنبې په ورځ وویل، دا برید سعودي ته یو پیغام و چې خپل تیری دی ودروي.
حوثیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، پهدې برید سره یې د ریاض او تهران ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې ده.
سعودي عربستان تأیید کړې چې د تیلو پر دوو مرکزونو یې د سې شنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکو برید شوی او دا یې تروریستي بریدونه بللي دي.
سعودي عربستان او د خلیج اته نور هېوادونه په یمن کې د حوثیانو پر ضد جګړه کوي.
دا پوځي ائتلاف د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه کوي.