ټرمپ: منځني ختیځ ته د ۱۲۰زرو امریکايي سرتیرو د استولو کوم پلان نه‌لرو

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, May 2,2019

په‌داسې حال کې چې په رسنیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ کېدو بحثونه تاوده شوي، د امریکا ولسمشر هغه راپورونه رد کړي چې ګوندې منځني ختیځ ته د اضافي سرتېرو پر استولو غور کوي.

تردې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې سپینه ماڼۍ د ایران سره د مقابلې لپاره منځني ختیځ ته د ۱۲۰ زرو امریکايي سرتیرو د استولو پر امکان غور کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا مهال داسې کوم پلان نه‌شته، خو که اړتیا شي، امریکا به تر دې زیات سرتېري واستوي.

دی وايي:

"زه فکر کوم دا جعلي خبر دی. ایا زه به دا وکړم؟ حتماً! خو اوس موږ د دې لپاره پلان نه‌لرو. هیله مې ده تردې به نه رسېږو چې داسې څه پلان کړو، خو که موږ دا کار کوو، موږ به تردې بیخي ډېر سرتیري واستوو، خو زه فکر کوم چې دا یو جعلي خبر دی."

د دوشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د حکومت د یو شمېر نوم پټو چارواکو له خولې ویلي وو، د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شنهان تېره اوونۍ د ټرمپ د لوړو پوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې په‌دې اړه پلانونه وړاندې کړي دي.

د نیویارک ټایمز په وینا د څو پلانونو جزئیات وړاندې شوي او په‌کې یو مهم انتخاب د یو سلو شل زرو سرتېرو استول دي چې اوونۍ او میاشتو کې بشپړېدای شي.

په راپور کې راغلي چې په‌دې پلانونو کې د ایران د ځمکني اشغال غوښتنه نه ده شوې.

خو تر سپینۍ ماڼۍ زرګونه کیلومتره لېرې، د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د خپل امریکايي ساري مایک پامپیو کوربه و.

لاوروف د سې شنبې په ورځ له پامپیو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، هیله لري چې دا راپور به حقیقت ونه‌لري:

"هیله‌مند یم چې حقیقتونه څرګند شي او منځني ختیځ ته د امریکا د پوځ د ۱۲۰ سرتېرو د استولو په اړه دا اوازې ريښتیا ونه اوسي."

ارشیف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ویانا کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, March 14, 2019

​د امریکا او روسیې د بهرینو چارو وزیرانو په سوچي کې د سې شنبې د ورځې په لیدنه کې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسکو د لاس‌وهنې پر ادعاوو، د ونزوئلا پر وضیعت، د اوکراین پر کړکېچ او د شمالي کوریا د توغندیو د پروګرامونو په اړه هم خبرې کړي.

پامپیو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وکتل.

نوموړي د روسي ولسمشر ولادیمیر ته خبرداری ورکړی چې د امریکا د راتلونکي کال په انتخاباتو کې دې لاس‌وهنه نه‌کوي.

پوتین د امریکا په پخوانیو انتخاباتو کې یو ځل بیا د مسکو د لاس‌وهنې ادعاوې رد کړې او ویې ویل، هیله لري چې د مسکو او واشنګټن اړیکې به ورغېږي.

خو د ایران په اړه په ټولیز ډول د روسیې او امریکا لیدلوری بدل دی.

مسکو له تهران سره ښې اړیکې لرې، خو واشنګټن په وروستیو څلورو لسیزو کې له تهران سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه‌دي پاللې.

په وروستیو کې منځني ختیځ کې د امریکا له‌خوا د نویو پوځي تدابیرو خپلولو واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د پراختیا اندېښنې زیاتې کړي.

امریکا سیمې ته الوتک لېږدونکې بیړۍ استولې او همدارنګه یې «بي ۵۲» بم غورځوونکې الوتکې هم قطر ته رسېدلې دي.

ولسمشر ټرمپ چې امریکا یې د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ له اټمې تړون ایستلې، ایران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ په هڅو او د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.

امریکا پر ایران بندیزونه لګولي او د ټرمپ ادارې وايي، د ایران د خامو تیلو صادارت به صفر ته راکم کړي، څو پر دې هېواد اقتصادي فشار راوړل شي.