پلچرخي کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ‌وډب کې ۴ بندیان وژل شوي

ارشیف، د پلچرخي زندان

د کابل په پل چرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ‌وډب کې ۴ بندیان وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ‌وډب کې ۴ بندیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې په‌دغې پېښه کې ۲۰ پولیس هم ټپيان شوي دي.