چارواکي: ښکاري چې افغانستان کې له سولې او اوربند څخه تمرکز انتخاباتو ته اوښتی

ارشیف، یو شمېر افغان رایه اچوونکي, 05 April 2014

دوه ورځې وروسته له هغه چې په قطر کې د امریکا د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې پای ته ورسېدې، د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز کابل ته ورسېده او سمدستي یې له افغان مشرانو سره د نورو مسایلو ترڅنګ د ولسمشرۍ انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

د مې پر اتمه داسې مهال چې د امریکا مرکچي پلاوی په قطر کې د طالبانو له استازو سره په خبرو بوخت وو، په کابل کې پر کونټرپارت انټرنشنل مؤسسې چې د امریکا له‌خوا تمویلېږې، ډله‌ییز برید وشو.

وسله‌والو طالبانو د دې برید مسؤلیت واخېست. تردې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ګډون د یو شمېر امریکایي چارواکو له خوا وغندل شو.

تردې یوه ورځ وروسته په قطر کې د سولې خبرو شپږم پړاو پای ته ورسېد او د افغانستان د انتخاباتو مسئله بیا توده شوه.

مېرمن ویلز چې نن سې شنبه هم په کابل کې ده، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له غړو سره په جلا لیدنه کې پر شفافو او باوري انتخاباتو، د رای ورکوونکو د نوم‌لیکنې پروسې پر چټکي امادګۍ او د انتخاباتو د بهیر لپاره د کار کوونکو پر ګمارلو ټینګار وکړ.

په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکې وویل چې لا هم طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته جدیت نه‌دی ښودلی او تمه یې وښوده چې دا کار وشي، څو افغانان وکولی شي هغه مسایل حل کړي چې یوازې افغانان یې په خپلو کې په اړه پریکړه کولی شي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان بس (چپ) په کندهار کې په یوه ځانګړې مرکه کې د ازادي راډیو د خبریال محمد صادق رښتیني پوښتنې ځوابوي.

جان بس د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه وویل:

"د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د انتخاباتو کلک ملاتړ کړی دی. موږ خوښ یو چې د افغانستان د راتلونکي ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د پام وړ مالي مرسته او تخنیکې سلا مشورې ورکړو."

ښاغلي بس دغه راز وویل سره له‌دې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر خپل ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کېدو لپاره د احتمال د ډیرېدو خبره کوي، خو د ده په وینا لا ډېر کار پاتې دی چې دغه کمېسیون او حتی په‌خپله د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندان او ګوندونه یې ترسره کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر د انتخاباتو پر څارونکو او حکومتي ادارو هم غږ وکړ چې د ښې نتیجې ترلاسه کولو لپاره د دې بهیر په کلکه همکاري او ملاتړ وکړي.

هاخوا د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ وویل چې حکومت ژمن دی د ثبات او د قانون د حاکمیت لپاره پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کړي.

د افغانستان د قانون پر اساس د روان لمریزکال د جوزا پر لومړۍ نېټه د ولسمشر د کارموده پای ته رسېږي چې باید تردې مودې ۳۰ تر ۶۰ ورځې دمخه ولسمشرۍ انتخابات ترسره شوي وای، خو د انتخاباتو ترسره کېدل د بېلابېلو دلایلو له کبله دوه ځله وځنډېده.

اوس په پام کې ده د سېپټمبر پر ۲۸مه چې د میزان /تلې شپږمه کېږي، دغه انتخابات ترسره شي.

  • د سولې پروسه

د انتخاباتو له پروسې سره هم‌مهاله له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو دوام یو شمېر انتخاباتي څارونکي اندیښمن کړل او انتقادونه یې را وپارول چې ګواکې د انتخاباتو بهیر د سولې تر شعاع لاندې راغلی دی.

په‌خپله زلمي خلیل‌زاد چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له طالبانو سره د سولې خبري پرمخ وړي، هم د خپل ماموریت په پیل کې خوشبینې وښوده او ژمنه یې کړې وه چې سوله به تر انتخاباتو مخکې وشي.

خو نوموړي په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې باید انتخاباتو ته چمتووالی ونیول شي.

ښاغلي خلیل‌زاد په ځانګړي ډول له طالبانو سره په شپږم دور خبرو کې ورو پرمختګ ته په اشارې ویلي چې ډاډه نه‌دی سوله دې تر انتخاباتو مخکې وشي.

سیاسي تحلیلګر انتظار خادم په‌دې نظر دی چې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې الیس وېلز تازه سفر یو پیغام ورکوي چې که سوله نه کېږي، نو انتخابات به لومړیتوب ولري.

سیاسي تحلیلګر انتظار خادم

دی وایي:

"زماني فرصت دا دی چې سوله باید وشي، د الیس وېلز له خبرو دا معنی هم اخېستل کېدای شي چې هېڅ شک په‌کې نشته که طالبان سوله نه‌کوي، په خپل دریځ باندې درېږي او انعطاف نه ښيې، نو انتخابات به کېږي، دا به په‌دې معنی وي چې بیا به سوله دوهم لومړیتوب وي، یا به سوله له منځه ځي او د جګړې ماموریت به په مخ باندې غځول کېږي "

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو دوامداره بریدونو او د افغان حکومت د اوربند غوښتنو ته د طالبانو منفي ځواب ته په کتو بیا هم وختي دی چې وویل شي دا څرګندونې د سولې د نه کېدو مانا ولري، خو دې حقیقت چې طالبانو هم له افغان حکومت سره لیدو ته لېوالتیا نه‌ده ښودلې او له امریکایي مرکچي پلاوي سره په خبرو کې تر ډېره پر خپلو غوښتنو چې یوه یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل دي، ټینګار کوي، نو د سیاسي تحلیلګر نصرالله ستانکزي په باور امریکا د سولې په راوستو کې له بېړې کار اخیستی او طالبان له همدې احساساتو د امتیاز ترلاسه کولو هڅه کوي.