د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف او د هند د بهرنیو چارو وزیره، سوشما سوراج

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی دی.

له کله راهیسې چې امریکا پر ایران خپل بندیزونه تمدید کړي، هند د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.

جواد ظریف نن د مې په ۱۴مه، وویل چې په سیمه کې د تازه پرمختګونو او دوه اړخېزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.

ظریف د هند د بهرنیو چارو د وزیرې، سوشما سوراج سره تر کتنې مخکې، وویل:

"هند زموږ ډېر مهم سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ييز شریک دی."

امریکا تېر کال د ایران سره له نړیوالې موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، ووته.

امریکا سږکال پر ایران بندیزونه له سره نافذ کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ایران د تېلو صادرات به صفر ته ورسوي.

چین او هند د ایران د تېلو تر ټولو ستر خریداران دي.

امریکا مخکې، د هند او چین په ګډون د نړۍ شپږو هېوادونو ته استثنايي مهلت ورکړی و چې د ایران تېل واخلي خو د مهلت موده یې تمدید نه‌کړه.

له هغه راهیسې، چین او هند د ایران د تېلو اخېستل بند کړي دي.