د افغانستان ولسمشر په جلال‌اباد کې پرونۍ حمله تروریستي بللی

د جلال اباد د پېښې عکس

د افغانستان ولسمشر په جلال‌اباد کې پرونۍ حمله تروریستي بللی او ویلي دي چې:

"تروریستانو بیا ثابته کړه چې د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لري."

د ارګ په بیان کې د جمهور رئیس په حواله لیکل شوي چې:

د "ترورېستانو داسې حملې پر روښانه راتلونکي د خلکو باور نه‌شي کمزوری کولای."

په جلال‌اباد کې پرون د مې په ۱۳مه څلور چاودنې وشوې.

د ننګرهار والي وویل چې په حملو کې څلور ملکي وګړي ووژل او شل تنه زخمیان شول.

په ننګرهار کې داعش او وسله‌وال طالبان فعالیت لري.

هلته د پرونیو حملو مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخېستی.