ویرجیل فن ډایک د انګلستان په غوره‌لیګ کې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ

د لېورپول د فوټبال ټیم. May 7, 2019

د لېورپول غوره ستوري د انګلستان په غوره‌لیګ فصل کې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.

د ورزشي وېب‌پاڼو له مخې، ویرجیل فن ډایک په‌دې لاره کې زیات سیالان لرل، خو چانس ورسره مل نه‌و او ونه توانېد چې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د فصل غوره لوغاړی د مینه‌والو، د غوره‌لیګ د ۲۰ ټیمونو د لوبډل‌مشرانو او د انګلستان د فوټبال د یو شمېر غوره کارپوهانو له‌خوا غوره کېږي.

په تېر فصل کې دغه لقب محمد صلاح خپل کړی و.