مجیب ځدران په ایرلنډ کې د کرکټ افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي

آرشیف/ مجیب ځدراڼ یو تن افغان کرکټر. VOA

ټاکل شوې نن سې شنبه مجیب ځدران په ایرلنډ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي.

مجیب ځدران، نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د افغانستان د کرکټ هغه درې تکړه لوبغاړي دي چې د هندوستان د غوره‌لیګ سیالیو په لوبو کې بوخت وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته په‌دې اړه وویل:

"زموږ دا درې لوبغاړي د نړۍ په کچه له غوره لوبغاړو څخه دي، دا لوبغاړي چې د ملي لوبډلې په جوړښټ کې یو ځای شي د ملي لوبډلې ترکیب به لا پیاوړی شي او موږ هیله مند یو چې له ایرلنډ سره په لوبه کې افغانستان ښه لاسته راوړنې ولري."

نوموړي وویل، ټاکل شوې چې محمد نبي او راشد خان د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

له ایرلنډ سره لومړۍ لوبه د همدې میلادي میاشت په ۱۹مه او دوهمه لوبه به په ۲۱مه نېټه ترسره شي.