ټرمپ د ناسا لپاره د ۱،۶ میلیارده ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فضايي تحقیقاتو د ادارې یا ناسا «NASA» لپاره د ۱،۶ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې، څو متحد ایالات یو ځل بیا د سپوږمۍ پر غولي څېړنې پیل کړي.

ښاغلي ټرمپ پرون پر ټویټر په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې کانګرس ته یې د اضافي بودجې دا غوښتنه استولې ده.

ټرمپ ویلي چې د ده اداره به د ناسا پیاوړتیا اعاده کړي، څو موږ بیا سپوږمۍ ته وخېژو او مریخ ته ولاړ شو.

هغه لیکلي دي چې د ناسا لپاره د ۱،۶ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي، څو امریکا د لویو تحقیقاتو لپاره یو ځل بیا فضا ته ولاړه شي.

د ناسا په بودجه کې د زیاتوالي غوښتنه دوه میاشتې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس سپوږمۍ ته د ستورمزلو د استولو مهالوېش د څلورو کلونو لپاره را لنډ کړ.

دا به له ۱۹۷۲ میلادي کال په را وروسته موده کې لومړی ځل وي چې امریکا په سپوږمۍ کې بیا څېړنې پیلوي