د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د ملي اردو او پولیسو ترمنځ په نښته کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي او یو سیمهییز خبریال هم وهل شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې پولیس او ملي اردو تېر ماښام د میمنې په لومړۍ حوزه کې سره ونښتل او پر یو بل یې ډزې وکړې.
د پېښې یوه عیني شاهد عظیم خان پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د ملي اردو سرتېري راغلل او یو هلک یې وواهه. د امنیتي حوزې د ترورېزم ضد امر راغی او ویې پوښتل چې ولې؟ هغه وویل ته څه کاره یې؟ او ده ځواب ورکړ چې د حوزې د ترورېزم ضد امر یم، راځه چې موضوع په حوزه کې دننه حل کړو. له دې وروسته د دوی لانجه زیاته شوه او د ترورېزم پر ضد مبارزې امر یې سره وواهه."
عیني شاهدان وايي چې د نښتې په جریان کې یو سیمهییز خبریال هم وهل شوی دی.