چين د دوشنبې په ورځ وويل چې د جون مياشتې له لومړۍ نېټې به د ۶۰ میلياردو ډالرو په ارزښت پر امریکايي مالونو تعرفه زیاته کړي.
دا اقدام د امریکا د تعرفو د زياتوالي په غبرګون کې کېږي چې شاوخوا ټول چينايي واردات په نښه کوي.
د چین د حکومت د یوې رسمي اعلاميې له مخې، د امريکا پر وارداتو به د چين تعرفه تر ۲۵ فیصدو ورسېږي.
دې اعلان د ونډو پر بازار هم اغېز کړی دی.
واشنګټن د دوه سوه میلياردو ډالرو په ارزښت پر چينايي مالونو تعرفه له لس فیصده څخه ۲۵ فیصده ته زیاته کړه او د امريکا او چین د سوداګریزو خبرو وروستی پړاو پرته له موافقې د مې مياشتې په لسمه پای ته ورسېد.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ همدا راز امر کړی چې پر نورو چينايي توکو د تعرفې نوی پړاو به پر درې سوه میليارده ډالرو ارزښت لرونکو توکو پيلېږي.