الیس ویلز حبیبه سرابي سره د افغان مېرمنو پر لاسته راوړنو وغږېده

د افغانستان د سولې عالي شورا له مرستيالې حبیبه سرابي(ښي) د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستيالې الیس ویلز سره. May 13 2019

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې الیس ویلز د افغانستان د سولې عالي شورا له مرستيالې حبیبه سرابي سره د افغان ښځو د لاسته راوړنو د خونديتوب په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د امريکا سفارت پر ټویټرپاڼه لیکلي چې مېرمن ویلز د تېرو ۱۸ کلونو پر مهال په ټولنيزو او سياسي برخو کې د افغان ښځو د تاريخي لاسته راوړنو د خونديتوب پر موضوع د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ له مېرمن سرابي سره ولیدل.

مېرمن سرابي هم پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د امریکا له حکومته مننه کوي چې د سولې د پروسې پرمهال د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی.

دې زياته کړې، د دې پروسې په اړه نورو معلوماتو ته سترګې په لاره ده.

مېرمن سرابي له هغو ښځو ده چې د سولې په خبرو کې د افغان ښځو د اتلس کلونو لاسته راوړنو پر خونديتوب ټينګار کوي.

له طالبانو سره په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد شپږم پړاو خبرې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د منځنۍ او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله الیس ویلز د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسېده.

دې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه ریس عبدالله عبدالله او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له غړیو سره هم ولیدل.