په کوټه کې يوې چاودنې ۴ پاکستاني پوليس وژلي

د پاکستان په کوټه کې د شوې چاودنې عکس

د بلوچستان په کوټه ښار کې د دوشنبې په ماښام په يوه چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي.

د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چېمه فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې حمله د روژه ماتې پر وخت وشوه. په حمله کې نهه کسان ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا په يو موټر سايکل کې چاوديدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.

ځينو پاکستاني رسنيو د ټپيانو شمېر ۱۱ ښودلی.

رويټرز خبري اژانس د بلوچستان د کورنيو چارو ایالتي وزير ضيا الله لانګو له خولې ويلي چې دا بريد پر هغو پوليسو شوی چې د يو جومات مخې ته پر پیره ولاړ وو.

تحريک طالبان پاکستان د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

دوه ورځې مخکې په ګوادر کې پر يوه عصري هوټل بلوڅ بیلتون پالو بريد کړی وو. په هغه حمله کې يو ساتونکی او درې بريدګر وژل شوي وو.

«بلوڅ لېبريشن ارمي» د هغې حملې مسؤلیت منلی وو.