- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د "نهبیان وړ جنګ" په نوم یوه تحلیلي مقاله چاپ کړې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان کړکېچ په خرابه حالت کې دوام لري او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره نهغواړي چې پرې وغږېږي.
په دوام کې راغلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو تېره میاشت د ټرمپ پر ادارې پهدې انتقاد وکړ چې د جنګ په اړه معلومات نهخپروي.
نیویارک ټایمز د بېلګې په توګه یادونه کړې چې د طالبانو د شمېر او د هغو سیمو په اړه معلومات نهخپرېږي چې د دوی تر کنټرول لاندې دي ځکه د ورځپاڼې په خبره د ټرمپ ادارې دا معلومات بېارزښته بللي دي.
ښاغلي سوپکو د معلوماتو د نشر په وړاندې دا ډول ممانعت د فوټبال له هغه میدان سره تشبیه کړی چې ګول وهل پهکې مهم نهوي.
نیویارک ټایمز زیاته کړې د امریکا خلک چې هېواد یې په خپله اوږده جګړه کې ۱۸م کال ته ننوتی له معلوماتو لیرې ساتلي.
د دغه تحلیل په دوام کې راغلي چې د افغانستان مأموریت ډېر اوږد او مرګونی شوی او په پوره قوت نهڅارل کېږي.
ورځپاڼه همداراز لیکي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرو یوه هیلهمندي ژوندۍ کړه.
- ډېلي مېل
ډېلي مېل بريټانوۍ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو په هغه تازه بیان یوه مقاله لیکلې چې په فراه کې یې د ملکیانو په احتمالي وژل کېدو خپور کړی دی.
ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یا یوناما په حواله لیکلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې یې د امریکايي ځواکونو د یوې هوايي حملې په نتیجه کې د ملکیانو د احتمالي وژنې د تورونو په اړه څېړنې کړي.
د هوايي حملې هدف په نیمروز او فراه کې د مخدره موادو او هیروئینو د تولید لسګونه کارخانې بلل شوي.
ډېلي مېل د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي په حواله لیکلي چې د فراه په عملیاتو کې ۱۵۰ طالبان وژل شوي او ۴۰ نور یې ټپيان دي.
ورځپاڼې د طالبانو ادعا هم راخیستې چې ویلي یې دي بمبارد شوي مرکزونه د مخدره موادو د تولید لپاره نهاستعمالېدل، بلکې په بریدونو کې تر سل تنو ملکیان وژل شوي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما ویلي، په فراه او نیمروز کې یې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په اړه په پوره دقت څېړنې کولې.
ډېلي مېل د یوناما په حواله لیکلي چې بمبارد شویو سیمو ته تګ اسانه نهدی او له دې چې لسګونه ننګونې شته سخته ده چې د ملکیانو د زیانمنېدو تأیید وشي.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د دوشنبې ورځې په بیان کې همداراز طالبان ملامته کړي چې د روژې په میاشت کې یې تاوتریخوالی زیات کړی دی.