د پاکستان ولسي جرګې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې په ایالاتي پارلمان کې له افغانستان سره همسرحده اوو قبایلي سیمو ته لا ډېرې کرسۍ ورکول کېږي.
دغه قانون پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان د ولسي جرګې د ۳۴۲ استازو لهخوا تصویب شو او د سنا مجلس ته به د تأیید لپاره ولېږل شي.
د پاکستان اووه قبایلي سیمې لکه باجوړ، مهمند، خیبر، اورکزۍ،کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په خیبر پښتونخواه ایالات کې مدغم شوې.
اوس مهال له افغانستان سره همسرحده قبایلي سیمې د پاکستان په ولسي جرګه کې ۱۶ استازي لري.