پکتیکا: پر امنیتي د طالبانو په ډله‌ییز برید کې ۳ سرتیري وژل شوي

ارشیف، د پکتیکا د ولایت مقام

د پکتیکا چارواکي وایي، وسله‌والو مخالفینو د پکتیا او پکتیکا ترمنځ غځیدلي لاره کې پر امنیتي پوستو برید کړی چې له متقابلو ډزو سره مخامخ شوي دي.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین پرون د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په‌دغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"تېره شپه د پکتیا او پکتیکا ترمنځ لویې لارې کې پوستې دي هلته د پکتیکا پرسونل ځای پرځای شوي دي، طالبانو ډله‌ییز برید وکړ چې ۶ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۵ ټپیان دي. زموږ خوا ته هم تلفات شته ۳ تنه وژل شوي او ۳ ټپیان دي. یو هاموې موټر په جګړه کې تخریب شوی دی."

وسله والو طالبانو ویلي چې برید دوی کړی دی.