د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په پام کې لري د مې له ۱۴مې تر ۱۶مې چین ته ولاړ شي.
دا خبره د ارمنستان د حکومت د رسنیو دفتر پرون په یوې اعلامیې کې کړې ده .
اعلامیې ویلي، پاشینیان به د چین له ولسمشر شي جین پینګ او صدراعظم لي کیک یانګ سره وګوري او د اسیایي تمدنونو د ډیالوګ په نوم کنفرانس کې به برخه واخلي.
چینایي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو چې شي جین پینګ به دغه کنفرانس په یوې مهمې وینا سره د مې په ۱۵ په پیکنګ کې پرانېزي.
د چین دولتي رسنۍ وایي، د ۴۷ هېوادونو استازي به پهدې کنفرانس کې ګډون وکړي.