په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما د روژې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شخړو د ډیرېدو او پر ملکي وګړو د هغه د اغېز له کبله ژوره خواشینې ښودلې ده.
یوناما نن په یوې اعلامیې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله لیکلي چې وایي، قصدي او د عامو خلکو د تفکیک پرته بریدونه د توجیه وړ نهدي.
اعلامیه په کابل کې پر کونټرپارت موسسې او هم د بغلان په پلخمري ښار کې بریدونو اشاره کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې جګړه بنده کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.
اعلامیه زیاتوي یوناما هغه ادعاوې هم څاري چې په فراه او نیمروز ولایتونو کې د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو په اړه شوي دي.
راپورونه وایي، په هغو عملیاتو کې د نشهیي موادو د تولید فابریکې په نښه شوي وې.
اعلامیه زیاتوي دغو ساحو ته رسېدل ستونزمن دي او ګڼ عملیاتي خنډونه د دغو ادعاوو د تأیید مخه نیسي.