د فراه امنیتي چارواکي وایي، د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حافظ عبدالحق له نورو شپږو ملګرو سره یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته وویل، دا هوایي برید تېره شپه د پرچمن او شینډنډ ترمنځ سیمه کې شوی دی.
د ښاغلي محب په خبره حافظ عبدالحق پر ځینو امنیتي پوستو په بریدونو کې ښکیل وو.
د فراه امنیتي چارواکو په خبره نن سهار په پشت رود ولسوالۍ کې شپږ وسلهوال مخالفین له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.