الیس ویلز د افغانستان پر شفافو او باوري انتخاباتو ټینګار وکړ

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس ویلز

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز کابل ته د سفر پرمهال د افغانستان پر شفافو او باوري انتخاباتو ټینګار وکړ.

په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې مېرمن ویلز نن په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له غړو سره ولیدل.

په‌دې لیدنه کې الیس ویلز د رای ورکوونکو د نوم‌لېکنې پروسې پر چټکې اماده‌ګی او د انتخاباتو د بهیر لپاره د اړتیا وړ کارکوونکو پر ګمارلو هم ټینګار وکړ.

په کابل کې د امریکا سفارت په خبره میرمن ویلز به د مدني ټولنو له غړو سره هم وګوري او د سولې په اړه به د هغوی نظرونه واوري.

الیس ویلز پرون د افغانستان د حکومت له مشرانو سره په جلا جلا توګه ولیدل.