په بغداد کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته ابلاغیه خپره کړې

په بغداد کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته یوه امنیتي ابلاغیه خپره کړې او په عراق کې یې د شخړو د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

په‌دې ابلاغیه کې چې د مې پر ۱۲مه خپره شوې له امریکایي اتباعو غوښتل شوي چې عراق ته له سفره ډډه وکړي.

دا اقدام داسې مهال شوی چې د عراق د ګاونډي ایران او امریکا ترمنځ شخړې ډېري شوي دي.

په بغداد کې د امریکا سفارت د دغو ګواښونو په اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بغداد ته یو ناڅاپي سفر وکړ او هلته یې له عراقي چارواکو سره پر هغو امنیتي اندیښنو خبرې وکړې چې د پامپیو په خبره د ایران د فعالیتونو له کبله راپورته شوي دي.

پامپیو د«CNBC »سره په یوې مرکې کې چې د مې پر ۱۳ خپره شوه ویلي:

"که ایران په پام کې ولري په عراق، افغانستان، یمن او یا د منځني ختیځ په هرځای کې د امریکا په ګټو پسې ولاړ شي، موږ اماده یو چې په مناسبه لاره ځواب ورته ووایو."