موګیریني: د ایران اټمي تړون د خوندیتوب لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوم

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګیریني

د بریتانیا ، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې فدریکا موګیریني سره د ایران او د نړۍ د قدرتونو تر منځ د اټمي تړون د بشپړ خوندیتوب لپاره پر لارو چارو بحث کوي.

دا بحث وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ تهران اعلان وکړ که نړیوال قدرتونه د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د دوی ګټي خوندي نه‌کړي، نو ایران به د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ځینې ژمنې محدودې کړي.

د اروپا په خارجي سیاست او امنیتي چارو کې د اروپایي ټولنې لوړ رتبه استازي فدریکا موګیریني د نننۍ خبرو تر پیل دمخه خبریالانو ته وویل چې تر خپله وسه به د دې تړون د بشپړ خوندیتوب لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه:

"موږ دغه راز تل په‌دې باور یو چې د اختلافاتو د کمولو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره چې له وړاندې په کافي اندازه ډېر دی ، ‌ډیالوګ تر ټولو ښه لار ده . د هر ډول تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي."

د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ ستونزې وروسته له هغه راپورته شوې چې امریکا تېرکال د ایران د اټمي تړون څخه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ وشو، ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.