د کندهار امنیتي چارواکي پهدې ولایت کې د اوو تنو وسلهوالو مخالفینو او دوو پولیسو د وژل کېدو خبره کوي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په ښورابک ولسوالۍ کې د دواړو لورو تر منځ نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده:
"پهدې پېښه کې اووه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي. دوه پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."
د ښاغلي بارکزي په خبره دا نښتې وروسته له هغه وشوې چې طالبانو پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.
په یوه بل خبر کې د کندهار د امنیتي چارواکو په حواله ویل شوي چې له تېرې اوونۍ راهیسې پهدغه ولایت کې اته تنه د ماین جوړونې او غلچکي بریدونو په تور نیول شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې دغو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پر دواړو موضوعاتو تبصره نهده کړې.