په کابل کې نن شپه د کرکټ د رمضان لیګ سیالیو پنځم پړاو پیلېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې په دغه لیګ کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې سیالۍ کوي.
دغه لیګ د زرملوال لوبغالي د څښتن له لوري ترسره کېږي.
د رمضان کرکټ لیګ دغه سیالۍ د روژې میاشتې تر اخره پورې دوام کوي او پکې د مرکز په ګډون د بېلابېلو کرکټ کلبونو لوبډلې برخه لري.
یادې لوبې د یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې له لوري په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي.