خلک: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستان پر کونړ د توپونو ۹۲ ګولۍ راویشتي

ارشیف، د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ یو انځور

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ په غازي اباد او مرورې ولسوالیو د توپونو ۹۲ ګولۍ راویشتې دي.

د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکو ازادې راډیو ته وویل، په کورونو او سیمو کې په پرله پسې توګه د پاکستان پوځ د درنو توپونو ډزې کوي چې له امله يې ګڼو خلکو خپل کورونه پريښي دي.

دوی ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د دې ترڅنګ چې د۲۰۱۰ زېږدیز کال څخه د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي او په کومو ځایونو کې چې پرمختګ کوي، هلته پوستې جوړوي او اغزن تار غځوي.

دوی وايي، تراوسه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پر پاکستان داسې کوم فشار نه دی راوستی چې د کونړ پر خاوره له بریدونو منع شي.

اخوا د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم د دوشنبې په ورځ ازادې راډیو ته تأیید کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د توپونو نږدې سل ګولۍ را توغولي خو د اغزن تار او د کونړ په خاوره کې د پرمختګ په اړه یې څه نه وايي.

د پاکستاني پوځ د پرله پسې توپچي بریدونو له امله خلکو د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې کلي او کورونه خالي کړي او اوس په نورو ځایونو کې په سختو شرایطو کې د ژوند شپې تېروي.