امریکا، ایټالیا او کاناډا د مينې منګل پر وژل کېدو خواشيني ښودلې

د ټلوېزيوني خپرونو پخوانۍ ويانده مينې منګل

په کابل کې د امريکا سفارت د ټلوېزيوني خپرونو د پخوانۍ وياندې مينې منګل پر وژل کېدو خواشيني ښوولې ده.

دغه سفارت پرون په خپل ټويټرکې ليکلي چې په افغانستان کې د مينې منګل او ټولو ژورنالېستانو کار د دغه هېواد د راتلونکې د بريا لپاره مهم دى.

د امريکا سفارت ليکلي چې ژورنالېستان بايد خوندي کړاى شي.

بل‌خوا په افغانستان کې د ايټاليا سفارت هم په خپل ټويټرکې ليکلي: د زړورې افغان ښځې مينې منګل وژل کېدل، وروستۍ غموونکې پېښه ده چې په افغانستان کې خبريالان هم په نښه کوي.

په همدې حال کې د کاناډا صدراعظم جستن ترودو، مينه منګل «زړوره ژورناليسته» بللې او ويلي يې دي چې هغه د ښځو او نجونو مدافع وه.

ښاغلي ترودو پرون يکشنبه په خپل ټويټ کې ويلي چې د جنسيتي برابرۍ لپاره د مينې منګل فعاليتونه، نه يوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې مهم وو.

د کاناډا صدراعظم د مينې منګل وژنه «نه منل کېدونکې غميزه» بللې ده.

د ټلويزيوني خپرونو پخوانۍ ويانده او د ولسي جرګې د فرهنګي او ديني چارو د کمېسيون سلاکاره مينه منګل د شنبې په ورځ د کابل په کارته نو سيمه کې په ډزو ووژل شوه.

د هغې د کورنۍ ځينو غړو ادعا کړې چې مينه منګل د هغې د پخواني خاوند له خوا وژل شوې ده.