د کابل د معترضو کاندیدانو غونده نن د خلکو له غبرګون سره مخ شوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته څېرمه د کابل د معترضو کاندیدانو اعتراضیه غونده نن د سیمې د اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شوه.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې د داشان اعتراضونو له امله لارې بندې او دوی یې له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي.

خو اعتراض کوونکي چې اعتراضیه غونډه یې د سیمې د اوسېدونکو د غبرګون له امله ګډه وډه شوه، ټینګار کوي چې د کابل په انتخاباتو کې درغلي شوې او باید رأیې یې باطلې اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د بیا بیا ژمنو سره سره لا تر اوسه هم د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کابل رأیې نه دي اعلان کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي انتخابات هم په مجلس کې د کابل د وکیلانو د نه شتون له امله ځنډېدلي دي.

که څه هم ولسي جرګې غوښتل چې دغه انتخابات د تېرې شنبې په ورځ ترسره شي، خو د کابل ولایت هغه معترض کاندیدان چې نومونه یې په لومړي لېست کې راغلي، د ملي شورا د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ او د شورا دروازه یې د وکیلانو او سناتورانو په وړاندې وتړله.