د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن مسکو ته رسېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

په پام کې ده د امريکا متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو مخکې تر دې چې روسيې ته سفر وکړي، نن بروکسل ته لاړ شي.

دا به يې روسيې ته د عالي رتبه امريکايي ډپلومات په توګه لومړى رسمي سفر وي.

دى به له ولسمشر ولادیمير پوتين سره په‌داسې حال کې وګوري چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زيات شوى دى.

دا د ٢٠١٨میلادي کال له جولاى مياشتې راهيسې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ولادیمير پوتين په فنلنډ کې يو په يو کتلي وو، د امريکايي او روسي چارواکو ترمنځ په لوړه سطحه لومړي رسمي بحثونه وي.

پامپيو به په بروکسل کې له اروپايي چارواکو سره پر ايران او نورو موضوعاتو د بحث په هدف وګوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، مايک پامپيو به سبا د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې د روسيې له ولسمشر پوتين او د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره وګوري.