د افغانستان د معاصر شاعر او ادیب خلیل الله خلیلي ۳۲م تلین ونمانځل شو.
د افغانستان معاصر شاعر او ادیب خلیل الله خلیلي د هېواد ملي شخصیت، سیاستمدار او د افغانستان د خورو ورو قومونو د یووالي په لار کې یو با احساسه مبارز ونومول شو.
په دې اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ښاغلي خلیلي په اړه په خپلو خبرو کې وویل:
"د استاد خلیلي ژوند لوړې ژورې او ورپسې یې رنځ او درد لرلو، که مقامونو ته رسېدلی، په کې ایسار شوی نه دی او د افغانستان د خلکو او د همدغو خلکو د مظلومیت غږ یې پورته کړی دی چې په دې کې لوړ شهرت ته ورسېد، د فارسي ژبې د کلاسیکو شاعرانو په لومړي قطار کې و."
خلیل الله خلیلي د افغانستان د معاصر تاریخ یو مشهور شاعر او ادیب و چې مختلف ټولنیز، سیاسي، فکري، علمي ، ادبي او داسې نور رغنده احساسات یې په قصیدو، رباعیانو، غزلو او نثر کې خلکو ته بیان کړي دي.
له ده لسګونه چاپ شوي اثار پاتې دي چې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د سیمې او ان د نړۍ په ډېری هېوادونو کې شهرت لري او ادبیان، شاعران او د فکر خاوندان ترې ګټه اخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ وویل، د ده په شاعرۍ کې داسې افکار ځای شوي چې اوس هم نوي دي.
دې د خلیل الله خلیلي د څو مشهورو کتابونو نومونه یاد کړل او ویې ویل:
"د ده مهم اثر اثار هرات دی، د غزنویانو سلطنت د هغه بل کتاب دی چې د غزنویانو څرګندېدل، پرمختګ او سقوط ته په کې اشاره شوې، د مرزا عبدالقادر بېدل د ادبي ژوند په اړه یې د فیص اقدس په نامه کتاب لیکلی دی، د مولانا بلخ په باب یې درې کتابونه، له بلخه تر قونیه، نی نامه او دروېش چرخان دي."
استاد خلیل الله خلیلي په ۱۲۸۵ لمریز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلی او سره له دې چې لوړې اکاډمیکې زده کړې یې نه وې کړې، خو د پوهانو په خبره، له وړکتوبه د استعداد خاوند و.
نوموړی د کډوالۍ پرمهال لومړی په امریکا او بیا د پاکستان په اسلام اباد کې مېشت و چې په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د شااوخوا ۸۰ کلونو په عمر په حق ورسېد.
راپور: خان محمد سیند