د کابل ښار په دارلامان سیمه کې چاودنه شوې

آرشیف/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د کابل ښار په دارلامان سیمه کې چاودنه شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې دغه چاودنه د کابل ښار د دارلامان پر سړک د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

ښاغلي رحیمي رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې دغه ماین په یوه رنجر موټر پورې نښلول شوی و چې شااوخوا لس دقیقې مخکې یې د دارلامان پر سړک د علاوالدین په درې لاري سیمه کې یې چاودنه وکړه.

د دې پېښې د زیان په تر اوسه نور جزیات نه دې تر لاسه شوي.