د ارزګان چارواکي وایي چې د ترینکوټ او چورې ولسوالۍ ترمنځ لارې يې د ټرافیکو پرمخ خلاصې کړي.
د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وايي، دغه لارې يې د نظامي عملیاتو پرمهال پاکې کړي او په یو شمېر سیمو کې یې امنیتي پوستې هم ځای پرځای کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترینکوټ ښار اړوند د چینو او خانقي سیمو کې افغان او بهرنیو ځواکونو څلور ورځې ګډ پلي عملیات وکړل.
د سیمې خلک هم ډېر خوشحال دي چې دا سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي، خو غوښتنه کوي چې دغه لارې دې له ماینونو هم ورپاکې کړي.