په کونړ کې يو قومي مشر د وسله والو په حمله کې ووژل شو

ارشیف، د کونړ ولایت یو انځور

د کونړ ولايت په مرکز کې يو قومي مشر شاه محمد خان د وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شېرولي ازادي راډيو ته وويل چې دغه قومي مشر نن سهار وختي له کوره جومات ته روان و چې ورباندې ډزې وشوې.

چا د دې پېښې مسؤليت نه دى منلى.

دا په تېرو دوو مياشتو کې په کونړ کې د خپل ډول له مخې درېيمه هدفي وژنه ده.