په بامیان کې کروندګرو ته د کرنیزو پورونو ورکړه پیل شوې

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

په بامیان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو پورونو ورکړه پیل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې چې د دغه پروګرام له لارې د ۱۵۲ ميلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز مواد د نوموړي ولایت په کروندګرو ووېشل شي.

دی وایي:

"کروندګر چې خپل د خوښې وړ کښت ټاکي، مونږ همغه امکانات ورته برابروو، مثلاً په بامیانو ولایت کې د کچالو کښت ډېر دی، مونږ ورته د کچالو تخم او کېمیاوي سره برابروو، دوی بیا کولای شي چې تر حاصل پورته کولو وروسته کرار کرار دا پور پرې کړي."

نوموړي وویل چې له دغه پروګرامه هدف د کروندوګرو د کار پیاوړتیا، د کچالو د کر لپاره د ځمکو چمتوالی، د حاصلاتو ډېروالی او د دوی د اقتصادي وضعیت ښه کول ښودل شوي دي.

دا پروګرام د بامیان ولایت په ورس، پنجاب، شیبر، یکه ولنګ او د دغه ولایت په مرکز کې پلی کېږي.