د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نیول شوی دی.
د ملي امنیت ریاست نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ریاست د خاصې قطعې ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې مولوي عبیدالله د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې ونیوه.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې مولوي عبیدالله د ترورېستي حملو لپاره شبرغان ښار ته ورغلی و چې د ملي امنیت ځواکونو وپېژانده او ویې نیوه.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.