د اسلامي دولت وسلهواله ډله یا داعش ادعا کوي چې په هندوستان کې یو نوی ولایت رامنځته کړی دی.
دا ادعا وروسته له هغې کېږي چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
ویل کېږي چې پهدې نښته کې د داعش سره تړلی یو وسلهوال وژل شوی دی.
د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې سره تړلي اعماق خبري اژانس د جمعې په ورځ ناوخته ویلي، مشرانو یې په هندوستان کې د رامنځته کړي ولایت نوم د «هند ولایت» ایښی دی.
په اعلامیه کې همدارنګه ادعا شوې ده چې وسلهوالو د امشپورا د ښارګوټي په شوپیان سیمه کې هندي پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د داعش دا بیانیه په همدې تړاو د هندي پولیسو د یوې پرونۍ خبرپاڼې سره ربط لري.
د هند د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اشفاق احمد صوفي په نوم یو وسلهوال سخت دریځی د شوپیان سیمې په یوه نښته کې وژل شوی دی.