د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې د مقر ولسوالۍ اړوند د چمبرانو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۷ تنه ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، دغه پېښه په داسي مهال رامنځته شوي چې دغه ماشومان په دغه ځای کې په لوبو بوخت وو."
نوري زیاتوي، وسله وال طالبان ډېری وخت د نظامي کسانو لپاره په عامه لارو کې ماینونه ځای پر ځای کوي چې ډیری مهال یې قربانیان ملکي کسان وي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.