ملګري ملتونه: حوثيانو منلې چې له سره سمندرګي خپل ځواکونه په شا کوي

د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګري ملتونو وايي، په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو منلې چې د سره سمندرګي له درې بندري تاسیساتو څخه به په یو اړخیزه توګه خپل ځواکونه په څلورو ورځو کې په شا کوي.

دا بهیر چې نن شنبه پیلېږي، کولی شي چې یمن ته د بشري مرستو د رسولو نوې لارې پرانیزي، چېرې چې له قطحۍ د میلونونو انسانانو د ژغورنې لپاره مرستو ته سخته اړتیا ده.

د دې ژمنې له مخې حوثي یاغیان وايي، دوی به په لوېدیځ ساحل کې د سره سمندرګي له حدیده، صالیف او راس عیسی بندرونو څخه خپل ځواکونه وباسي.

د ملګرو ملتونو د بیا ځای پر ځای کولو د همغږۍ د کمېټې مشر دا توافق د ډیسمبر په میاشت کې په ستاکهولم کې له جوړجاړي راوروسته په سیمه کې لومړنی عملي ګام بللی دی.

د دې جوړ جاړي له مخې په لومړنۍ بیا ځای پر ځای کېدنه کې حکومتي ځواکونه هم باید د حدیده په څنډو کې له خپلو پوستو په شاه شي، ورپسې به په دوهم پړاو کې داوړه غاړې خپل ځواکونه نور هم شاته بیايي.

خو د ملګرو ملتونو په ننني بیان کې د حکومت پلوو ځواکونو د په شا کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په یمن کې له څو کلونو راهېسې د ایران ملاتړ لرونکي حوثي یاغیان د هغه حکومت خلاف جنګېږي چې نړیواله ټولنه یې د یمن د حکومت په توګه په رسمیت پېژني او د سعودي په مشرۍ سیمه ییز ائتلاف یې نظامي ملاتړ کوي.

دې کورنۍ جګړې د یمن خلک له لوږې او قحطۍ سره مخ کړي.