د کانونو وزارت: د کانونو په برخه کې د پانګونې تګلاره مشخصه شوې

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یوشمېر کانونو د استخراج لپاره د بهرنیو پانګوالو د پانګونې غوښتنه کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پانګوالو د پانګونې لپاره تګلاره مشخصه شوې ده.

ده وویل:

"د دې لپاره زمونږ تګلاره ډېره واضح ده، په هغو برخو کې چې بهرني پانګوال باید راشي او پانګونه وکړي، مونږ مشخصې کړي، لکه تالک، مرمر، کرومایټ، نفت او د لاجوردو په برخه کې غواړو چې بهرني پانګوال راشي او له داخلي پانګوالو سره کار وکړي."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې له تېر یوه کال راهیسې په څه باندې ۵۸۰ سیمو کې د غیر قانوني استخراج مخه نیول شوې ده.