افغان حکومت: ډېر ژر به له طالبانو سره د مرکچي پلاوي نوملړ وروستی شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري

افغان حکومت وایي، ډېر ژر به له طالبانو سره د مرکچي پلاوي نوملړ وروستی شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، دغه ټيم به د سولې د مشورتي لویې جرګې د سپارښتنو په نظر کې نیولو سره جوړ شي.

ښاغلي چخانسوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"څرنګه چې د سولې مشورتي لویې جرګې استازو وړاندیز کړی و چې له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي ټيم دې جوړ شي، د مصالحې د رهبرۍ شورا غړي به په خپلو راتلونکو ناستو کې پر دې موضوع بحث وکړي او دا نوملړ به وروستی کړي."

ښاغلي چخانسوري د لومړني نوملړ په اړه څه ونه ویل چې څوک ورته په کوم ځانګړنو ټاکل شوي او شمېر یې څومره دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي لومړنی نوملړ برابر شوی دی.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم وايي چې وروستی نوملړ به د را روانې اوونۍ په ترڅ کې په ډاګه شي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د پنځو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شوې وه، د مې په ۴مه د ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

د دغه پرېکړه لیک په مادو کې په ټوله کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په حدودو او چوکاټ خبرې شوې دي او په یوه ماده کې یې راغلي چې افغان دولت دې د سولې خبرو اترو ته له یو واحد او افغانستان شموله ادرسه دننه شي.

له دغې جرګې وړاندې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو او مذاکراتو په تړاو په دې هدف د مصالحې د رهبرۍ شورا جوړه شوه چې څنګه کېدای شې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو زمینه برابره کړي او دغه شان مذاکراتي ټیم وټاکي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړه ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پیغام کې لیکلي چې دوی تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار لري چې دا د سولې د خبرو بهرنی اړخ دی او که دغه اړخ وروستی شي، نو کورني اړخ ته به د خبرو زمینه برابره شي.

د یادونې ده چې د روانې میلادي میاشتې په نهمه نېټه د قطر په مرکز دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو پای ته ورسېد چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دغه پړاو خبرو وروسته په خپله ټوېټرپاڼه کې ولیکل:

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

​"مونږ په قط‏ر کې خبرې سرته ورسولې، مونږ په افغانسان کې د جګړې د ختمولو لپاره د چوکاټ د ټاکلو پر وړاندې ورو، خو سم پرمختګ کړی دی، اوس به یې مونږ د عملې کولو لپاره په مهمو ټکو کار کوو."

له دې سره د سولې شورا غړی جمال الدین بدر د افغان حکومت له خوا طالبانو سره د سولې د نوي مذاکراتي ټیم له جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې که په دې نوملړ کې محدود کسان وټاکل شي، د سولې خبرې به تر کنټرول لاندې وي.

ده زیاته کړه:

"که چېرې افغان حکومت د دغو محدودو کسانو یو نوملړ چمتو کړي او غواړي دا طالبانو ته د خبرو لپاره ور واستوي، دا به د حکومت استازیتوب کوي، دا نوملړ باید مختصر وي، ځکه د سولې خبرې به په کنټرول کې پاتې شي، خو ناسته یې په دې اړینه ده چې اوس نړیوال هم غواړي چې د افغانستان شخړه په سوله ییزه توګه حل شي، نو حکومت ښه اقدام کړی."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سولې د مشورتي لویې جرګې په ورستۍ ورځ وویل، جرګې واک ورکړی چې د سولې د خبرو لپاره لښکر نه، بلکې یو مذاکراتي ټیم وټاکي.

راپور: فېروزه عزیزي