د افغانستان د ولسي جرګې یوه کارکوونکې مینه منګل ووژل شوه

د ټلویزیوني خپرونو پخوانۍ چلوونکې او د ولسي جرګې اوسنۍ کارکوونکې مینه منګل

د ولسي جرګې د فرهنګي چارو د کمېسيون سلاکاره او افغان ژورنالېسته مینه منګل نن په کابل کې په ډزو وژل شوې ده.

پولیس وايي، موټرسایکل سپرو وسله والو نن سهار پر مینه منګل د کارته نو په سیمه کې ډزې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د مینه منګل د پلار د څرګندونو له مخې، دا پېښه د شخصي دښمنۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

رحیمي زیاته کړه، پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

مینې منګل تر دې مخکې په کابل کې د ځینو تلویزوني خصوصي تلویزونونو سره خپرونو د چلوونکې په توګه کار کړی و.

هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله وه، په وروستیو کې یې ویلي وو چې د مرګ ګواښونه ورته شوې دي.