ځایي چارواکي وایي، په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي.
د دغه ولایت امنیتي مسؤلینو ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پرمهال يې د عامه نظم هغه کنډک هم له وسله والو طالبانو نیولی کوم چې درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو سقوط کړی و.
د مسؤلینو په خبره چې په تصفیه شویو سیمو کې د امنیتي پوستو پر جوړلو به هم کار پیل کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.