په کندهار کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

په کندهار کې په وسله واله نښته او دو جلا جلا چاودنو کې ۱۸ وسله وال، پنځه پولیس او دوه ملکیان وژل شوي، ۱۵ وسله وال، دوه پولیس او څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندهار د ارغنداب او شاوليکوټ ولسوالیو ترمنځ پر څلورو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د سرچينې په وینا، دغه جګړې چي تر سهاره یې دوام کړی، پرمهال يې ۱۸ وسله وال او پنځه پولیس وژل شوي، ۱۵ وسله وال او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:

"تېره شپه د ارغنداب او شاوليکوټ ولسواليو په سرحدي سيمه کې د ارغنداب ولسوالۍ پر څلورو امنيتي پوستو باندې د وسله والو مخالفینو له خوا حملې شوي چې په پايله کې يې د امنيتي ځواکونو د سخت غبرګون له امله د وسله والو مخالفینو ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۵ يې زخميان دي، همدارنګه د امنيتي ځواکونو ۵ پوليس شهيدان شوي او ۲ نور زخميان شوي دي."

بل خوا د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې د سرحدي پولیسو د یوه پخواني قوماندان سید محمد اکا د زامنو پر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې په پېښه کې د نوموړي دوه زامن وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.

دغه راز نن غرمه د کندهار په عینو مېنه کې په یوه کور کې د چاودنې له امله درې کسان ټپیان شول.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې پېښه د ګازو د ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې.

خو په عین وخت کې یوې سرچينې چې نه غواړې نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي چې دغه چاودنه په یوه کور کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

راپور: صادق رښتینی