په داسي حال کې چې د امریکا او چین د سوداګرۍ لوړ پوړي مرکچیان په واشنګټن کې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د لس میاشتنۍ اقتصادي جګړې د ختمولو لپاره پر موافقې خبرې کوي، د امریکا له لوري د چین پر وارداتو د تعرفي د لوړېدو پرېکړه سر له نن د مې په لسمه نافذه شوه.
د امریکا د متحده ایالاتو د پرېکړې له مخې به سر له ننه په دې هېواد کې له چینه د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وارداتو تعرفې له لسو تر ۲۵ فیصدو پورې لوړې شي.
نن د امریکا په ګمرکونو کې پر چینایي وارداتو دا پرېکړه عملي شوه .
د راپورونو له مخې، هغه چینایي وارداتي اقلام چې تر ټولو ډېر له دې پرېکړې اغېزمن شول، د کمپیوټرونو په څېر الکترونیکي او تخنیکي وسایل دي چې ډېری یې په هغو تولیداتو کې کارول کېږي چې په امریکا کې دننه جوړېږي.
په دې پرېکړې سره په امریکا کې د اسهامو ونډه لوېدلې او په اسیا کې بیا لوړه شوې ده.
چینایي چارواکو پر دې پرېکړې ژوره خواشیني ښودلې او د متقابل اقدام ګواښ یې کړی دی، خو په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د دغه هېواد د صدراعظم مرستیال لیو هي چې دا مهال د امریکایي مرکچیانو سره په خبرو بوخت دی، روېټرز خبري آژانس ته ویلي چې د تعرفو لوړېدل ستونزه نشي هوارولی.
ده وویل، هېواد یې په دې باور دی چې په داسي شرایطو کې د تعرفو لوړېدل د حل لاره نه ده او دا به د امریکا، چین او ټولي نړۍ لپاره ښه نه وي.
نوموړي هیله ښودلې چې امریکا او چین وکولای شي چې دغه موضوع د همکارۍ او مشورې له لارې هواره کړي.
د امریکا د سوداګرۍ استازي رابرټ لايتيزر او د دغه هېواد د خزانې له وزیر سټیفن منوچین سره د چین د صدراعظم مرستیال لیو هي خبري پرون د مې نهمه نېټه پیل شوې او نن به هم دوام وکړي.
د امریکا د سوداګرۍ استازی رابرټ لايتيزر او د دغه هېواد د خزانې وزیر سټیفن منوچین
امریکایي چارواکي پر چين تور لګولی چې له خپلو مخکنيو ژمنو شاته شوى دى.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره چهارشنبه په فلوريدا ايالت کې وويل، چين موافقه ماته کړې ده.
هغه ژمنه وکړه چې دا اضافي تعرفه به تر هغو د چين پر وارداتو برحاله وي چې چين د ده په خبره د امريکايي کارګرانو له تېرايستلو لاس نه وي اخيستى.
د امریکا وروستۍ پرېکړې او ورسره د چین له لوري د متقابل اقدام ګواښ د نړۍ د اسهامو مارکېټونو کې دا اندېښنه نوره هم ډېره کړې ده چې ښایي د دغو دوو اقتصادي قدرتونو ترمنځ اقتصادي جګړه زور واخلي.